مشرانو جرګه: پر ډیورند کرښه د اغزن تار د غځولو مخه دې ونیول شي

د افغانستان مشرانو جرګې په حکومت غږ کړی چې له هرې ممکنې لارې پر ډیورند کرښه د اغزن تار د غځولو مخه ونیسي.

د مشرانو جرګې رئیس پرون ویلي چې د پاکستان له‎خوا د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن تار غځول د منلو وړ نه‎دی او باید د دې کار مخه ونیول شي.

پاکستان له افغانستان سره په اوږده پوله په لسګونه ځایونو کې د څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د اغزن تارونو د غځولو کار پیل کړی دی او وايي چې هدف‌یې د پولو د امنیت ټینګښت دی.