د بلخ والي عطا محمد نور ویلي، غواړي د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره ځان کاندید کړي.
نور پرون دا خبره په مزار شریف کې د ترکیې په قونسلګرۍ کې د ترکیې د جمهوري ورځې د ۹۴ کلیزې په لمانځغونډه کې کړې ده.
پژواک خبري اژانس د عطا محمد نور په حواله ویلي چې د حکومت د مشرانو د بېغورۍ له امله ناامني زیاته شوې ده.
مرکزي حکومت تر اوسه د بلخ د دې څرګندونو په غبرګون کې څه نهدي ویلي.