د کاتالونیا په مرکز بارسلونا کې سلګونه خلکو لاریون وکړ

د کاتالونیا په مرکز بارسلونا کې نن یکشنبه سلګونه کسانو په هغه لاریون کې ګډون وکړ چې ښايي د هسپانیا د یووالي په پلوۍ لومړنۍ لویه مظاهره وي.

دا لاریون دوه ورځې وروسته له هغه کېږي چې مادرید د کاتالونیا د سیمه ییز پارلمان د خپلواکۍ د اعلان پرېکړه رد کړه.

د یووالي په پلوۍ د نننۍ مظاهرې ګډونوالو شعارونه ورکول چې کاتالوینا زموږ د ټولو ده.

یوه ګډونوال په دې اړه وویل:

"هغه څه چې موږ یې غواړو دا دي چې کاتالونیا او هسپانیا لکه څنګه چې په تيرو ۴۰ کلونو کې یوځای وو، یوځای وي، هغوی موږ ځکه نشي بېلولای چې موږ یې نه منو."

د اکټوبر په ۸ مه د هسپانیا په قلمرو کې د کاتالونیا د پاتې کېدو د پلویانو په ورته لاریون کې، سلګونه زره کسانو ګډون کړی و.

د کاتالونیا پارلمان وړمه ورځ د ۱۰ منفي رأیو په وړاندې په ۷۰ مثبتو رأیو له هسپانیا د خپلواکۍ په پلوۍ رأیه ورکړه، خو د دې هېواد مرکزي پارلمان له دې سمدستي وروسته د ۴۷ منفي رأیو په وړاندې په ۲۱۴ مثبتو رأیو پرېکړه وکړه چې د کاتالونیا د ادارې چارې دې مستقیماً مادرید په لاس کې واخلي.