د کونړ د مرستیال والي محمد نبي احمدي زوی وايي چې د پلار د برخلیک په اړه یې تر اوسه هېڅ معلومات نشته.
د پاکستان پولیسو تائید کړې ده چې ښاغلی احمدي چې د علاج لپاره پېښور ته تللی و، د جمعې په ورځ تښتول شوی دی.
د احمدي زوی احسان الله نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال له پاکستاني چارواکو سره تماسونه هم نیولي، خو تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي په اړه دوی ته معلومات نه دي ورکړل شوي.
نوموړي وویل:
"موږ ته تر دې دمه مشخص معلومات نه دي راکړل شوي چې دا قضیه څنګه او په کوم ځای کې شوې ده او تر اوسه موږ هېڅ راز معلومات نه دي تر لاسه کړي."
د پاکستان د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي محمد سجاد خان فرانسپرس خبري اژانس ته ویلي چې د کونړ مرستیال والي وسله والو کسانو د پېښور له ډبګرۍ سیمې تښتولی دی.
د هغه د تښتولو مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.