د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسلهوالو په حمله کې، ۶ پولیس او ۸ وسلهوال طالبان وژل شوي، ۸ پولیس او ۱۲ وسلهوال ټپیان شوي دي.
د زابل د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال امیر جان الکوزي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چي تېره شپه سلګونه وسلهوالو د دغې ولسوالۍ د مرکز او باغي بازار د پولیسو پر شپږو پوستو بریدونه وکړل چې تر سهارهیې جګړې دوام وکړ.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.