د ارزګان خلک وایي، د مخابراتي شبکو تړلو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او د ولسوالېو یو شمېر خلکو نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې وسله والو طالبانو ټولې مخابراتي شبکې تړلي او په خبره يې چې دوی يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وايي چې له خپلو کورنیو او خپلوانو سره هېڅ اړیکه نشي نیولای او دولت باید په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

د ارزګان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا د برخې مسؤل جاوید خپلواک ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې مخابراتي شبکې ټولي د ناامنۍ له امله غیر فعاله او په خبره یې چې مخابراتي شبکې به تر هغو تړلې وي، څو چې ارزګان ولایت له وسله والو طالبانو تصفیه نشي.

وسله والو طالبانو که څه هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې ویلي وو چې مخابراتي شبکې ځکه تړي چې افغان او بهرني ځواکونه د پټو معلوماتو لپاره ترې ګټه پورته کوي

دا په داسې حال کې ده چې نه یوازې په دغه ولایت کې د خلکو پر مخ مخابراتي شبکې تړلي شوي، بلکې زیات شمېر ښوونځي، نښلوونکې لارې او شااوخوا۵۰ روغیتايي مرکزونه هم له شااوخوا دوو میاشتو راهیسې د ناروغانو پرمخ تړل شوي دي.