د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې ادارې مشر ایران ته ځي

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې ادارې مشر یوکیا امانو نن یکشنبه ایران ته ځي.

ملګرو ملتونو ویلي چې یوکیا امانو به له لوړ رتبه ایراني چارواکو سره خبرې وکړي او دا به هم وګوري چې ایران له نړیوالو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال موافقه تر کومه حده عملي کړې ده.

روانه میاشت، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تائید نه‎کړه چې ایران له شپږو نړیوالو قدرتونو سره د موافقې مواد عملي کړي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ‌یې لانجه زیاته کړه.

د امریکا کانګرس دې پرېکړې ته چې پر ایران هغه اقتصادي بندیزونه چې د موافقې له مخې لیرې شوي وو، بېرته برحاله کړي، تر ۶۰ ورځو کم وخت لري.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې د ادارې مشر یوکیا امانو چې پر ایران د لګېدلو محدودیتونو د څارنې لپاره تهران ته ځي ویلي چې هغه هېواد په نړۍ کې د اټمي څارنې تر سخت رژیم لاندې دی.