د پروان چارواکي: په ۲ میاشتو کې تر ۱۰۰ زیات مشکوک مجرمین نیول شوي

په پروان کې امنیتي چارواکي وايي، په وروستیو دوو میاشتو کې تر ۱۰۰ زیات مشکوک مجرمین نیول شوي دي.

په پروان کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې د ادارې مدیر فرهاد هاشمي پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو دوو میاشتو کې يې ۱۰۶ جنايي پېښې ثبت کړي دي.

فرهاد هاشمي زیاته کړه:

"هغه ۱۰۶ مشکوک کسان چې په قتل، غلا او نورو جرمونو کې لاس درلود، نیول شوي او عدلي ادارو ته معرفي شوي دي. یو شمېر کسان چې تښتېدلي، د هغوی په لټه کې یو."

د ازادي راډیو خبریال وايي، په پروان کې د غیر مسؤله وسله‎والو او غلو د زیاتېدو له امله ډېر خلک نورو ولایتونو ته کډې کوي.

د پروان یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې له وسله‎والو ډلو او غلو سره باید قانوني چلند وشي.