یوه روسۍ الوتکه عملیاتو کې د مرستې لپاره ناروې ته ورسېده

یوه روسۍ الوتکه چې د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو وزارت ژغورونکي په‌کې سپاره وو، ناروې ته ورسېده چې د روسیې د «اېم ای -۸» هليکوپتر د سپرلیو او عملې د موندلو په عملیاتو کې مرسته وکړي.

روسي هليکوپټر د ارکتېک د سفالبارد په ټاپوګانو کې بې‌درکه شوې ده.

د روسیې ایلیوشن الوتکه مسکو ته نېږدې د رامینسکوۍ له هوايي ډګره له ۴۰ ژغورونکو سره والوته او نن سهار وختي ناروې ته ورسېده.

د روسیې تاس دولتي خبري اژانس وايي چې په ژغورونکو کې ۱۷ تنه ماهر لامبوزن هم شامل دي څو د سمندرګي په ژورو کې پلټنه وکړي.