د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس، شمالي کوریا ته د اټمي وسلې د هر ډول کارونې په وړاندې د پراخ پوځي عکس العمل خبرداری ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د پیونګ یانګ د توغندیو او اټمي ازموینو پر سر کړکېچ زیات دی.
مټېس چې سیول ته د کلنیو دفاعي خبرو لپاره تللی، پرون جمعه یې وویل:
"تېروتنه باید ونه شي، پر امریکا او زموږ پر متحدانو د هر ډول برید سخته دفاع به وشي."
نوموړي زیاته کړه، د شمالي کوریا له خوا د اټمي وسلې هر ډول کارونه به د لوی پوځي عکس العمل سره مخ شي.
د امریکا د دفاع وزیر وویل، د شمالي کوریا د کړکېچ د هواري لپاره لا هم ډيپلوماسي هغه څه دي چې دوی ترجیح ورکوي، خو ټینګار یې وکړ چې زموږ ډیپلوماټان هغه مهال ډېر موثر دي چې باوري پوځي ځواک یې تر شا وي.
مټېس جنوبي کوریا ته په داسې حال کې سفر کوي چې ټاکل شوې، راتلونکې میاشت ولسمشر ډونالد ټرمپ اسیا ته د خپل سفر په ترڅ کې سیول ته هم په لومړني رسمي سفر ورشي.