صالح: په لوګر کې د بهرنیو ځواکونو یوې هلیکوپټرې بېړنۍ ناسته کړې

د لوګر چارواکي وايي، په خروار ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو یوې هلیکوپټرې بېړنۍ ناسته کړې چې له امله يې يو تن ټپي شوى دى.

د دغه ولایت د والي وياند سليم صالح نن ازادي راډيو ته وويل چې تېره شپه ۱۱ بجې افغان او بهرني ځواکونه خروار ولسوالۍ ته د عملياتو په هدف ورغلي وو چې د بهرنيو ځواکونو يوه هلیکوپټره له ونې سره لګېدلې او يو افغان سرتېری هم ټپي شوى دى.

بهرني ځواکونه هم دغه موضوع تاييدوي.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په خپل ټویټر پاڼه کې منلې چې په لوګر کې د دوى يوې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې ده.

خو په دې اړه یې نور جزئيات نه دي ورکړي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ازادي راډيو ته په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هلیکوپټر طالبانو ويشتلې ده، په کې سپاره ټول کسان وژل شوي او الوتکه هم له منځه تللې ده.

خو د لوګر سیمه ییز چارواکو د وسله والو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.