په هلمند ولایت کې د افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو په بریدونو کې د دولت ګڼ شمېر وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل وسل والو ته دا مرګ ژوبله د نادعلي ولسوالۍ په څلورمه امنیتي حوزه کې اوښتي دي.
خو د هلمندد والي ویاند عمر ځواک دا ونه ویل چې څو وسله وال په دغو مشترکو عملیاتو کې وژل شوي، خو د هغه په خبره په دې عملیاتو کې یو افغان سرتېری وژل شوی او پنځه نور ژوبل دي.
طالبانو تر اوسه په نادعلي ولسوالۍ کې د عملیاتو په اړه تبصره نه ده کړې.