هسپانیې د کاتالونیا پارلمان د لغوه کولو هڅې پیل کړي

د هسپانيې صدراعظم ماریانا راخوي وايي، حکومت يې د کاتالونیا سیمې د بشپړ کنټرول د ترلاسه کولو، د دې سیمې د مشرانو د لېرې کولو او د هغې د پارلمان د لغوه کولو لپاره اقدامات پیل کړي دي.

د هسپانيې د حکومت د کاتالونیا سیمې د خپلواکۍ اعلان هم باطل بللی دی.

راخوي پرون د کابینې له بېړنۍ غونډې وروسته په یوې تلویزوني وینا کې وویل په کاتالونیا کې به د راتلونکې ډسمبر میاشت په ۲۱ نېټه نوي انتخابات وشي.

د هسپانيې صدراعظم دا څرګندونې څو ساعته وروسته تر هغې وکړې چې د کاتالونیا سیمه ییز پارلمان دا سیمه خپلواکه اعلان کړه.