پر روسي شرکتونو د نوو بندیزونو فهرست خپور شو

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د نوي قانون له مخې د روسيې لسګونه دفاعي او استخباراتي شرکتونه په نښه کړي دي.

په دې ګام سره له دغو شرکتونو سره معاملې محدودېږي او پر روسيې فشارونه زیاتېږي.

پر روسي شرکتونو د نوو بندیزونو فهرست د جمعې په ورځ وروسته تر هغې خپور شو چې په کانګرس کې پرې څو اونیو له انتقادونو ډک بحثونه وشول.

د امریکا د کانګرس ډېری غړو د روسيې پر دفاعي او استخباراتي شرکتونو نویو بندیزونو ته رایه ورکړې ده.

د نویو بندیزونو هدف د هغه څه په بدل کې مجازات بلل کېږي چې د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د مسکو لاسوهنه بلل شوې ده.

له دغو روسي شرکتونو څخه یو زیات شمېر يې دولتي دي چې سپکې او درنې وسلې، میزایل او جنګي کښتۍ جوړوي.