ظهیر: د کندهار سوداګرو پاکستان ته د تازه مېوې صادرات بند کړل

د کندهار سوداګرو وروسته له هغه پاکستان ته د افغانستان د تازه میوې صادرول بند کړل چې دې هېواد په ګمرکي محصول کې زیاتوالی اعلان کړ.

د کندهار د سوداګرۍ خونو رئیس نصرالله ظهیر ازادي راډیو ته وویل دوی په دې اړه له افغان حکومت او په کابل کې د پاکستان له سفارت سره تماس نیولی دی او ښايي وضعیت بېرته د پخوا په شان شي:

"داسې امید و چې دوی دا فیصله بېرته واخلي، که دا کار وکړي نو کولای شو چې د شنبې او یکشنبې په ورځو بېرته د مال استولو ته دوام ورکړ او خپل کار پیل کړو."

ښاغلي ظهیر وویل پاکستان ګمرکې محصول ناڅاپه لوړ کړ چې دې کار د ده په وینا افغان سوداګر سخت زیانمن کړل.

پاکستان مخکې د هر ټن انارو پر سره شپږ زره کلدارې محصول اخیست خو دا رقم اوس پنځلس زره کلدارو ته لوړ شوی دی.

افغان سوداګرو سږکال تر دې دمه پاکستان ته شاوخوا اته نیم زره ټن انار او اوه نیم زره ټنه انګور صادر کړي دي.