د کندهار د هوايي ډګر قوماندان د لس میلیون ډالرو د قاچاق په تور نیول شوی دی.
یوې سرچینې په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، ماما عبیدالله غوښتل دا پیسې په دوو بکسونو کې ډوبۍ ته ولېږدوي.
سرچینه زیاتوي چې د هوايي ډګر قوماندان یو بکس ډوبۍ ته استولی و او د دوهم بکس چې پنځه نیم میلیون ډالر پکې و، د لېږدولو پرمهال نیول شوی دی.
تراوسه معلومه نه ده چې دا پیسې د چا وې او د څه لپاره ډوبۍ ته لېږدول کېدې.
د کندهار د امنیې قوماندان سکرتر دا خبر تائید کړی.
غورځنګ اپریدي ازادي راډیو وویل، په دې اړه تحقیقات روان دي او جزئیات به یې ډېر ژر له رسنیو سره شریک شي.