د ارزګان ولایت د ولایتي شورا مسؤلین وايي، که ولایتي اداره د دغه ولایت د چهارچینو او چورې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه ونهکړي یاده ولسوالۍ به د وسلهوالو طالبانو لاسته ولوېږي.
د ولایتي شورا وکیل عبدالکریم خادېمزوی د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت پر چهارچینو ولسوالۍ وسلهوالو طالبانو له درېیو ورځو راهیسې پراخ ډلهییز بریدونه پیل کړي چې پر مهال يې ۲ افغان سرتیري وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان دي.
نوموړی وايي، د یادو بریدونو پر مهال ۲۰ تنه وسلهوال طالبان هم وژل شوي دي او لا هم درنه جګړه روانه ده.
ښاغلی خادېمزوي دغه راز وویل، یاده ولسوالۍ د امنیتي ګواښونو سره مخ ده چې په چهارچینو ولسوالۍ کې د ملي پولیسو ترمنځ په پراخه کچه اختلافات رامنځته شوي او په خپلو منځونو کې وسلهواله نښته کړې چې پر مهال یې یو پولیس هم ټپي شوی.
ښاغلي خادېمزوی وویل:
"پر چهارچینو ولسوالۍ باندې همدا اوس هم چې زه له تاسو سره خبرې کوم، درنه جګړه روانه ده او د ولسوالۍ امنیتي وضعیت له ګواښ سره مخامخ دی، که اضافي سرتيري ورته ونه رسېږي، یاده ولسوالۍ به د وسلهوالو طالبانو لاسته ولوېږي، دغه راز پر چوره ولسوالۍ هم وسلهوالو طالبانو بریدونه پیل کړي."
بلخوا بیا یو دولتي باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو وویل چې د دغه ولایت په چوره ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه قرارګا سقوط کړې او ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې خو وايي چې د کره شمېر په اړه يې معلومات نهلري.
امنیتي مسؤلین بیا په چوره ولسوالۍ د ملي اردو د قرارګاه سقوط ردوي، خو وايي چې تکتیکي شاتګ يې کړی.
په ورته وخت کې د ارزګان ولایتي اداره هم پر یادو ولسوالیو د وسلهوالو طالبانو ډلهيیز بریدونه مني خو وايي چې سیمې ته يې تازه دمي سرتېري استولي دي.
د والي ویاند دوست محمد نایاب ازادي راډيو ته وویل:
"دا واقعیت دی چې وسلهوالو طالبانو زموږ پر یو شمېر ولسوالیو ډلهییز بریدونه کړي، خو موږ يې تل بریدونه په شا تبمولي، اوس هم موږ یادو ولسواليو ته مرستندویه سرتېري استولي چې اوس هم له هغوی سره په جګړه بوخت دي."
د یادونې وړ ده چې پر چوره ولسوالۍ څو اوونۍ وړاندې هم وسلهوالو طالبانو پراخ بریدونه کړي وو چې د ولسوالۍ زیاتې سیمې او امنیتي پوستې يې ونیولې او د ولسوالۍ پر مرکز يې بریدونه کول خو د اضافي سرتېرو په لېږلو سره بېرته وضعیت عادي شو.
اوس بیا د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې هم افغان امنیتي ځواکونو د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په مخه عملیات پیل کړي چې د ولایتي شورا د مسؤلينو په وینا د پام وړ پرمختګ يې نهدی کړی.
راپور: شریف الله شراقت ـ ارزګان