په کابل کې د ترکش کارګو مسؤلین وايي چې د روان میلادي کال تر پایه به له افغانستانه څه باندې ۷۰۰ ټنه جلغوزي د هوا له لارې بهر ته انتقال کړي.
د دغې کارګو رئیس نسیم جمال مرادیان ازادي راډیو ته وویل چې دوی هره ورځ د هوا له لارې لس ټنه جلغوزي بېلابېلو هېوادونو ته لېږدوي.
ښاغلي مرادیان وایي چې هره کیلو جلغوزي له افغانستانه د څه باندې درېيو ډالرو په ارزښت اروپايي هېوادونو ته لېږدول کېږي.
جلغوزي د افغانستان له مهمو صادراتو څخه دي چې له دې وړاندې په غیرقانوني ډول د پاکستان له لارې چین ته صادرېدې.