الکوزی: د هند له‎خوا مرسته شوي غنم د چابهار بندر له لارې راځي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې راتلونکې اوونۍ د هند له‎خوا ۱۳۰ زره ټنه مرسته شوي غنم د چابهار بندر له لارې دې هېواد ته رالېږدول کېږي.

د دغې خونې مرستیال خان‎جان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې چابهار بندر د افغانستان او هندوستان د سوداګریزو توکو لپاره د کراچۍ ښه بدیل دی.

نوموړی وايي:

"د چابهار لار فعالېږي، نن که پر دغه لار مرسته شوي مواد راځي، سبا ورځ له دغې لارې سوداګرېز مالونه هم راځي چې له امله یې د چابهار له لارې یو ظرفیت جوړېږي موږ له دغه اقدامه تود هرکلی کوو او هیله لرو چې هند د دغه بندر په رغولو کې مرسته وکړي."

ښاغلی الکوزی وایي چې د چابهار بندر له لارې تزانزیت افغان سوداګرو ته آسانتیاوې رامنځ ته کوي.

اوس مهال افغانستان له هند سره په کال کې د ۶۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز بېلانس لري.