مک‎مستر: عراق، سوریې کې دې د تهران نیابتي جګړه له‎منځه لاړه شي

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وایي، د ایران مداخله او په عراق، سوریې او د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې باید د تهران نیابتي جګړه له‎منځه ولاړه شي.

اچ ار مک‎مستر له الحُر ټلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې چې تېره شپه خپره شوه؛ ویلي: د سیمې ټولو هېوادونو ته په کار ده چې په خپلو هېوادونو کې د ایران د نفوذ او د هغه هېواد د سپاه پاسداران انقلاب مخه ونیسي.

دی وايي:

"موږ باید د عراق د حکومت او د هغه هېواد د صدراعظم حیدرالعبادي ملاتړ وکړو. موږ فکر کوو چې عبادي په ډېرو سختو شرایطو کې یوه فوق العاده دنده پر مخ وړي، خو لکه څنګه چې ټوله پوهېږو ایران هم ښه کارونه ترسره کړي، څو د عراق په حکومتي فعالیتونو او بنسټونو کې نفوذ ولري او هغه تخریب کړي. ایران دغه راز داسې ملېشې رامنځته کړي چې د عراق د حکومت له ادارې وتلي دي."

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار دغه راز ویلي چې ده د سیمې په ټولو بحرانونو کې د ایران د مداخلې پایلې لیدلي دي.

د ایران رژیم په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ رامنځته کولو تورونه په پرله‎پسې ډول ردوي.