په کابل کې د هالنډ سفیرې ژمنه کړې چې هېواد یې په راتلونکو درېیو کلونو کې د افغان ښځو د پیاوړتیا په برخه کې ۱۲ میلیونه ډالره مرسته کوي.
جیوفري وان لووین په کابل کې په هغه غونډه کې چې "د افغان ټولنو د ملاتړ له لارې د اقتصادي ثبات پروګرام" نوم ورکړل شوی وو، وویل:
"له افغانستان سره د هالنډ ژمنه نه یوازې په امنیتي برخه بلکې په پراختیایي څانګو کې هم دوام کوي."
د هالنډ پروژې د اغا خان بنسټ لهخوا اجرا کېږې.
د دغه بنسټ اجرائیه مشر سید جلال شاه وویل چې د هالنډ له لوري تمویلیدونکي پروژې به چې په تخار، بدخشان، کندز او بامیان ولایتونو کې عملي کېږي، ۱۵۰۰ ښځو ته د پرمختګ امکانات برابر کړي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست فیض الله ذکي پهدغه غونډه کې وویل چې د یادو څلورو ولایتونو ښځې کولی شي، د دغو پروګرامونو له لارې خپلې حرفوي تجربې له نورو ولایتونو سره شریکې کړي.
پهدې غونډه کې چې تېره ورځ ناوخته په کابل کې جوړه شوې وه، د تخار ، بدخشان ، کندز او بامیان د ښځو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شول.