د لوګر امنیتي چارواکي وایي، پهدغه ولایت کې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د اتو چیچنایانو په ګډون ۱۰ تنه وسلهوال مخالفین وژل شوي دي.
د لوګر امنیه قوماندان مل پاسوال عصمت الله علیزي رسنیو ته ویلي چې دغه کسان په چرخ ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
"د صفر یک قطعې لهخوا چې تېره شپه د چرخ په ولسوالۍ کې وشول، لس تنه یې لهمنځه وړي دي چې په هغو کې اته تنه چیچنایي وو او پنځه تنه یې له ځانه سره وړي دي."
د ښاغلي علیزي په خبره عملیات له لسو ورځې راهیسې له محمداغې ولسوالۍ پیل او اوس په پل علم کې جریان لري. نوموړی زیاتوي د محمداغې ولسوالۍ په عملیاتو کې د چهاراسیاب لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال نور الرحمن حسیني وژل شوی دی او هم د پوځي یونیفورم په ګډون یو شمېر وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.