وزیري: د پوځي هلیکوپترو او نورو جنګي الوتکو رسېدل دوام لري

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د دغه هېواد د هوایي ځواک د پیاوړتیا په هدف د پوځي هلیکوپترو او نورو جنګي الوتکو رسېدل دوام لري.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري داسې مهال دا خبره کړې چې د جینز انټرنیټي پاڼې د راپور له مخې ټاکل شوې، په نېژدې راتلونکې کې شپږ سوپرتکانو جنګي جټ الوتکې افغانستان ته ورسېږي.

ښاغلی وزیري وایي، تر اوسه په دې اړه معلومات نه‎دي ور رسیدلي، خو زیاتوي چې د افغانستان د هوایي ځواک د پیاوړتیا پروسه به دوامداره وي:

"زموږ هوایي ځواک په دوامداره ډول پیاوړی کېږي. سوپرتکانو هم راځي، MD530 او بلک هاک هم زموږ هوایي قواوو ته ورکول کېږي. یعنې دا یوه حیرانوونکې خبره نه‎ده او دا پروسه به دوام ولري."

ټاکل شوې د امریکا متحده ایالات تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې ۱۵۹ بلک هاک هلیکوپترې او نورې جنګي الوتکې افغان هوایي ځواک ته ورکړي.