سویډن افغان دولت سره د خپلو همکاریو د دوام ژمنه وکړه

د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې له افغان دولت سره د خپلو همکاریو د دوام او پراختیا ژمنه وکړه.

مارګوت والستروم دا خبره د چهارشنبې په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر سره د لیدو پر مهال وکړه.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"همدارنګه چې دوی په تېر کې هم په ځانګړي ډول د پوهنې او روغتیا په برخه کې د افغان حکومت او ولس سره مرستې کړي دي، دوی د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې له افغان دولت سره پر همکارۍ ټینګار وکړ او هم یې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې پروسې څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ."

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست په اعلامیه کې راغلي چې مېرمن والستروم دغه راز له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم د لیدو پر مهال په دولتي ادارو د ښځو پر حضور او د سولې په پروسه کې د هغوی پر رول ټینګار وکړ .

د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د وروستیو بریدونو په اړه افغان مشرانو ته خپله خواخوږي وښودله.

نوموړي افغانستان ته د سفر پر مهال هرات ته هم تللې او په ځانګړي ډول د زعفرانو د تولید په برخه کې یې پرمختګونه وستایل.