اروپايي کمېسیون نن له افغانستان سره د پنځه میلیون ایرو مرسته اعلان کړه.
د اروپايي کمېسیون پر ویب پاڼه لیکل شوي چې له دې سره به د روان میلادي کال تر پایه په افغانستان کې، د بشري مرستو له پروژو سره ۳۰اعشاریه پنځه میلیونه ډالر کمک وکړي.
د اروپايي کمېسیون د بشري مرستو او بحرانونو د ادارې مشر کریستوس ستیلیاندس نن وویل چې په دې پېسو به له لږترلږه پنځه اویا زره افغانانو سره د خوړو، سرپناه او دوا په څېړ موادو مرستې وشي.
اروپايي کمېسیون وايي چې په وروستۍ لسيزه کې یې په افغانستان کې د بشري مرستو له پروګرامونو سره ۷۵۶ایرو مرسته کړې ده.