د روسیې په سوچي ښار کې یوې محکمې نن پر دوو بشري فعالانو چې د پوتین د سیاسي مخالف الکسي ناوالني د انتخاباتي کمپاین ملاتړ یې کاوه، د زندان حکم وکړ.
محکمې وویل چې کونستانتین ګودیموف او الیسا خریستوسینکو په داسې لاریونونو کې چې اجازه نهوه ورته اخیستل شوې، د ګډون له امله اته او دولس ورځې زنداني شي.
الکسي ناوالني چې د روسيې د ولسمشر سیاسي مخالف دی، د جمهوري ریاست په راروانو انتخاباتو کې د ګډون لپاره کمپاین پیل کړی دی.
په روسیه کې به د راتلونکي ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ په میاشت کې انتخابات وشي.