هرات: د طالبانو پر یوه غونډه حمله شوې چې زیات وسله‌وال وژل شوي

د هرات چارواکي وايي، په چشت شریف ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو پر یوه غونډه په هوايي حمله کې زیات وسله‌وال وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې بمبار د چشت شریف ولسوالۍ په دره تخت سیمه کې شوی دی.

فرهاد د سیمه‌یيزو سرچینو په حواله وویل چې زیات وسله‌وال وژل شوي، خو دقیق شمېر يې نه‌دی څرګند.

جیلاني فرهاد وویل :

"دا سیمې د بې‌پيلوټه الوتکو له لوري بمبار شوې او د دولت دښمنان له سیمې وتښتېدل."

د هرات د والي ویاند زیاته کړه چې د وسله‌والو طالبانو د غونډې هدف نه‌دی څرګند شوی.

طالبانو په دې اړه خبرې نه‌دې کړي.