د چین کمونست ګوند د خپلو لوړ رتبه چارواکو نوم لړ خپور کړ

د چین کمونست ګوند نن د خپلو لوړ رتبه چارواکو نوملړ خپور کړ چې د جمهور رئیس شي جین پېنګ ترڅنګ به حکومت کوي.

ولسمشر شي د کمونست ګوند په سیاسي کمېټه کې پر خپل ځای پاتې شوی او د کمونست ګوند د مشر په توګه دوهمه کاري دوره به پیل کړي.

له شي پرته، د چین صدراعظم لي که چیانګ یوازنی چارواکی دی چې د کمونست ګوند په سیاسي کمېټه کې یې خپله څوکۍ ساتلې ده.