په بلخ کې د "مشارکت دانش" کنفرانس او د کرنیزو توکو دوه ورځنی نندارتون نن چهارشنبه پرانیستل شو.
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس نصیر قاسمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کنفرانس کې د څه باندې ۳۰۰ تولیدي شرکتونو مسؤلین د سوداګرۍ په برخه کې د خپلو لاسته رواړونو او ستونزو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کوي.
ښاغلی قاسمي وایي، دغهشان د کنفرانس ترڅنګ په نندارتون کې به په ۵۰ غرفو کې کرنیز توکي او لاسي صنایع هم نندارې ته وړاندې شي.