امریکا د ایران او ځینو نورو هېوادونو پر کډوالو نوي قیودات لګولي

د امریکا حکومت پرون سې شنبه اعلان وکړ چې له ۱۲۰ ورځو بندیز وروسته بیا د نړۍ له ګڼو هېوادونو څخه کډوال مني، خو په ورته وخت کې يې پر ایراني کډوالو او د هغو هېوادونو پر وګړو نوي قیودات لګولي، چېرته چې خطر ویني.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ د ادارې مشرې جنېفر هایګنز وویل، د امریکا د خلکو امنیت ورته لومړیتوب لري.

د امریکا د حکومت د نویو قیوداتو له مخې، د ایران په ګډون د عراق، مصر، لیبیا، مالي، شمالي کوریا، سومالیا، جنوبي سوډان، سوريې او یمن د وګړو د د کډوالۍ اسناد به د استخباراتي او امنیتي ادارو له‌خوا د ۹۰ ورځو په ترڅ کې څېړل کېږي.

د سږني کال د سپټمبر میاشتې تر ۳۰مې په متحده ایالاتو کې ټول ۵۳ زره او ۷ سوه او ۱۶ کډوال منل شوي چې ۲۲ زره او ۱۵۰يې د عراق، ایران، سومالیا او سوريې اتباع دي.