سوفان: روسیه او د پخواني شوروي هېوادونه په سوریه او عراق کې د داعش سرچینې دي

په امریکا کې د امنیتي څېړنو یوه اداره وايي، روسیه او د پخواني شوروي تر واک لاندې هېوادونه د هغو بهرنیو وسله‌والو لویې سرچینې دي چې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت نومې ډلې په لیکو کې جنګېږي.

د سوفان ګروپ په نوم د دې تحقیقاتي ادارې په راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي، کله چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د داعش ډلې خپل خلافت اعلان کړ، د نړۍ له ۱۱۰ هېوادونو ۴۰ زره بهرني جنګیالي دې سیمې ته ورغلل.

دوه کاله مخکې سوفان ګروپ اټکل کړی و چې تنزانیا او سعودي عربستان په عراق او سوریه کې د بهرنیو جنګیالیو لویې سرچینې دي او روسیه تر دوی وروسته ده، خو اوس دا ډله وايي چې د پخواني شوروي له هېوادونو تر ۸۷۰۰ زیاتو سخت دریځو عراق او سوریې ته سفر کړی او په دې کې یوازې ۳۴۱۷ تنه د روسیې د نارامه قفقاز د سیمې اوسېدونکي دي.

د سوفان ګروپ په وینا، د نړۍ له ۳۳ هېوادونو څخه ۵۶۰۰ کسان په عراق او سوریه کې د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې د یوه څه وخت له تېرولو وروسته، بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي چې په دې کې ۴۰۰ روسي او ۷۶۰ د سعودي عرب اتباع شامل دي.