د هرات چارواکي د دې ولایت په ختیځو ولسوالیو کې د طالبانو او نورو یاغیانو پر ضد د بېپیلوټه الوتکو په حملو کې هغوی ته د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د هرات د ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دغه بریدونه د چشت شریف او درې تخت پر ولسوالیو او د هغو په شااوخوا کلیو کې شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې د چشت شریف د ولسوالۍ په کلیو کې یو زیات شمېر وسلهوال راټول شوي چې د هېواد د هوایي ځواکونو لهخوا د هغوی پر مشخصو اهدافو بریدونه وشول.
دښمن ته د اوښتو تلفاتو د شمېر په اړه څه نهدي ویل شوي، خو ویل شوي چې د دغو بمباریو په نتیجه کې یاغیان له سیمو په شا شوي دي.