د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د کورنیو ځواکونو د صفر دوه قطعې له خوا تېره شپه عمليات ترسره شوي چې په کې اووه تنه وژل شوي او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، ولايتي ادارې یو پلاوی سیمې ته استولی ترڅو معلومه کړي چې وژل شوي او نیول شوي کسان څوک دي؟
خو د سیمې اوسیدونکي وايي، نیول شوي کسان بې ګناه دي.
نن سې شنبه د مومندرې ولسوالۍ په سلګونو کسانو د دغو عملياتو پرضد د مارکو په بازار کې مظاهره وکړه او د نیول شوېو کسانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه يې کوله.