د چین د کمونست ګوند ۱۹م کانګرس د خپل کار په وروستۍ ورځ د ولسمشر شي جین پینګ نوم او د هغه پلان چې په نړۍ کې د دې هېواد د رول پر پراخوالي ټینګار کوي، د ګوند په اساس نامه کې شامل کړل.
په دغه اقدام سره د شي موقف له ماو زیدونګ او دینګ شیاوپینګ سره برابرشو.
ماو د مدرن چین بنسټ ایښودونکی دی او دینګ هم نړیوال ازاد بازار ته د دې هېواد ور پرانیستی و.
د چین کمونست ګوند په اساس نامه کې د شي نوم د نوي عصر پر چینایي خصوصیاتو لرونکي سوسیالېزم د معتقد په توګه ثبت کړ.
هغه د خپلې ایډیالوژۍ جزیات کانګرس ته په هغې وینا کې چې څه باندې درې ساعته یې دوام وکړ، بیان کړل.
په دغه ستراتیژۍ کې په نړیواله سطحه د چین د رول او د کمونست ګوند تر کنټرول لاندې د ټولو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو پر پیاوړي کېدو تاکید شوی دی.
د کمونست ګوند کانګرس چې نن سې شنبه یې وروستۍ ورځ ده، دوه ځلې په یوه لسیزه کې دایرېږي او د هېواد د مشرتابه لپاره نوي کسان غوره کوي.