د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وایي، په دې کې هېڅ شک نشته چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مخالفت سره چې هغه یې نه دی تائید کړی، دوام وکړي.
بوریس جانسون دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په لندن کې د بهرنیو چارو په اړه د یوې وینا په ترڅ کې وکړې.
هغه وویل، د امریکا د کانګرس له بانفوذه غړېو سره چې هېڅ یو یې د ایران د رژيم پلوی نه دی، له کتنې وروسته دی په دې ډاډه شوی چې د ټرمپ دغه اقدام به دغه تاریخي تړون له منځه یونسي.
ټرمپ ویلي چې دی به د کانګرس له غړیو وغواړي چې پر تهران د نورو فشارونو لپاره د متحدو ایالتونو قانون پیاوړی کړي.
په دې توګه کانګرس چې جمهوري غوښتونکي په کې برلاسي دي، ۶۰ ورځې وخت لري چې د دغه تړون پر هر تعدیل غور وکړي.