ټېلرسن: عراقي او کُردي مشران دې خپلمنځي اختلافات پای ته ورسوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن له بغداده د ناڅاپي کتنې په ترڅ کې پر عراقي او کُردي مشرانو غږ وکړ چې د خبرو له لارې خپل منځي اختلافات پای ته ورسوي او په دې هېواد کې راپورته شوی کړکېچ دې کم کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د عراق له صدراعظم حیدر العبادي سره وکتل او د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې په وړاندې د مبارزې او د عراقي ځواکونو له خوا د هغو سیمو د نیولو پر هڅو یې خبرې وکړې چې کنټرول یې د کُرد پیشمرګه ځواکونو په لاس کې و.

ټیلرسن په بغداد کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل:

"موږ هغو وروستیو اختلافاتو ته اندیښمن او یو څه غمګین یو چې د کُردستان د سیمه ییزې ادارې او د عراق د مرکزي حکومت ترمنځ راپورته شوي دي. موږ په بغداد او اربیل دواړو کې دوستان لرو او زه له دواړو لورو غواړم چې خبرو اترو او ډیالوګ ته داخل شي. زما په فکر که دواړه خواوې یوه متحد عراق ته، د عراق اساسي قانون ته خپل ځان ژمن وبولي، زما په نظرټول اخلافات هواریدلی شي."

د عراق په کُردستان کې د خپلواکۍ لپاره د ترسره شوې ټولپوښتنې راهیسې د عراقي او کُردي مشرانو ترمنځ اړیکې ډېرې خرابې شوي دي.

بغداد دغه ټولپوښتنه غیرقانوني بللې او متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو هم ورسره مخالفت څرګند کړی دی.

په ټولپوښتنه کې په غوڅ اکثریت کُردانو خپلواکۍ ته رأیه ورکړه.