پکتیا کې پر کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وویشل شول

د پکتیا ولایت بزګرانو ته د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي په هدف، ۱۵۰ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول.

د پکتیا د کرنې او مالدارۍ رئیس ولید احمد تسل نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه تخمونه د نوموړي ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې په څه باندې درې زره بزګرانو وېشل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دې سره به د بزګرانو حاصلات ښه او په اقتصادي ژوند کې یې هم د پام وړ بدلون راشي.