د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وايي، که وسلهوال طالبان له جګړې لاس واخلي او د سولې له روانو هڅو سره یوځای شي، د افغانستان په حکومت کې د هغوی لپاره ځای شته.
ټېلرسن پرون دوشنبه کابل کې خبريالانو ته وویل چې په وسلهوالو طالبانو کې داسې کسان هم شته چې د جګړې د پای ته رسېدو پلویان دي.
رکس ټېلرسن زیاته کړه:
"موږ غواړو چې له هغو کسانو سره ارتباط ونیسو چې غواړي د سولې له پروسې سره یوځای شي او متفاوت فکر کوي. هغوی ته د افغانستان په حکومت کې ځای شته، خو په دې شرط چې له ترورېزم او تشدده لاس واخلي او د افغانستان ثبات ته تعهد وکړي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون له افغانستانه د عراق پر لور لاړ او نن به اسلاماباد ته ولاړ شي.