د فرانسې حکومت په کابل او غور کې پر جوماتونو وروستۍ حملې وغندلې او د افغانستان له حکومتهیې پر خپل ملاتړ ټينګار وکړ.
د فرانسې ډیپلومات خپرونې پرون دوشنبه وویل، د فرانسې حکومت د افغانستان له خلکو او دولت سره خپل ملاتړ ته متعهد دی.
په داسې وخت کې چې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو ترورېستي حملو زور اخیستی، فرانسه د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د کابل تر شا کلکه ولاړه ده.
د تېرې جمعې په ورځ په کابل او غور کې پر دوو جوماتونو په انتحاري حملو کې تر ۹۰ زیات افغانان ووژل او لسګونه نور زخمیان شول.