د عراق حکومت د ایران د ملاتړو ملېشو په اړه د ټېلرسن غوښتنه رد کړه

د عراق حکومت چې مشري یې شیعه‌ګان کوي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر رکس ټېلرسن هغه غوښتنه رد کړه چې ویلي یې دي، د ایران ملاتړې ملېشې دې چې له بغداد سره‌یې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې په ماتولو کې مرسته کړې، بېرته خپل کورته ستنې شي.

په هغه اعلامیه کې چې د عراق د صدراعظم حیدر العبادي د دفتر له‌خوا نن دوشنبه خپره شوې، د ټېلرسن د وروستیو څرګندونو په عکس‌العمل کې ویل شوي چې هېڅ لوری اجازه نه‌لري چې د عراق په چارو کې مداخله وکړي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې دا نه‌دي ویل شوي چې ایا دغه څرګندونې په خپله عبادي کړي، خو د هغه د یوه نږدې همکار له قوله دغه خبره شوې ده.

د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره د یکشنبې د ورځې له کتنې وروسته ټېلرسن وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د ایران پوځي سلاکاران او وسله‌وال خپل کور ته لاړ شي او د عراق خلک پرېږدي چې په خپله د چارو کنټرول ټینګ کړي.