د سوریې فعالان وایي، د اسلامي دولت نومې ډلې وسلهوالو هغه مهال چې دغې سخت دریځې ډلې د سوریې پر القریطین ښارګوټي کنټرول درلود، ۱۱۶ کسان وژلي وو.
دا خبره په بریتانیا کې مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څارونکې ډلې مشر رامي عبدالرحمن د دوشنبې په ورځ وکړه.
هغه وویل، داعش لږ تر لږه دغه ۱۱۶ ملکي وګړي د رژیم له ځواکونو سره د همکارۍ په تور د غچ اخیستنې په ترڅ کې د ۲۰ ورځو په موده کې وژلي دي.
دغه ښارګوټی چې په حمص ولایت کې دی، د سوریې حکومتي ځواکونو درې ورځې مخکې له داعش څخه بېرته ونیوه.
داعش پر دغه ښارګوټي درې اوونۍ کنټرول درلود.
داعش چې په وروستیو دوو کلونو کې په عراق او سوریه کې پرلهپسې د سیمو کنټرول له لاسه ورکوي، تېره اوونۍ د سوریې له رقه څخه چې د دغې سخت دریځې ډلې اصلي قوي مرکز ګڼل کېده، د امریکا ملاتړو ځواکونو وایستله.