د روسیې او امریکا د دفاع وزیران به د اسیان په نوم غونډه کې ګډون وکړي

د روسیې او امریکا د دفاع وزیران به د اسیان په نوم د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې د دفاع وزیرانو په هغې غونډه کې ګډون وکړي چې د ترهګرۍ او د شمالي کوریا د وسلو د پروګرام په تړاو د ګواښونو په اړه په‌کې بحث او خبرې کېږي.

ټاکل شوې چې نن دوشنبه په فیلیپین کې د اسیان غړي، برونای، برما، کمبودیا، اندونیزیا، لاوس، مالیزیا، فیلیپین، سنګاپور، ټایلنډ او ویتنام غونډه پیل کړي او د نورو روسیې، متحده ایالاتو، جاپان، چین، جنوبي کوریا، اسټرالیا، نیوزیلنډ او د هند د دفاع وزیران به سبا سې شنبه ورسره یوځای شي.

په دې غونډه کې به په سمندرونو کې د امنیت، د بشري مرستو او افتونو ته د رسېدنې په چارو کې د همکارۍ او هم د سایبري حملو پر موضوعاتو خبرې وشي.

د متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس چې نن دوشنبه سهار سیمې ته رسېدلی، ویلي یې دي چې غواړي له اسیایي هېوادونو سره د پیونګ یانګ د بې‌باکه لمسونې په اړه خبرې وکړي.