د ترکمنستان پیسو په تور بازار کې خپل ارزښت له لاسه ورکړی

د ترکمنستان پیسو «منات» په تور بازار کې خپل ارزښت ډېر زیات له لاسه ورکړی چې دا د دې هېواد د ناوړه اقتصادي وضعیت څرګندونه کوي.

د ازادي راډیو د خبریالانو د راپورونو له مخې، نن دوشنبه یو ډالر د نهو مناتو په مقابل کې تبادله کېده چې په وروستیو میاشتو کې یې بیه شااوخوا اووه نیم مناته وه.

د ډالرو رسمي بیه چې د ترکمنستان مرکزي بانک په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ټاکلې، درې نیم مناته له یوه ډالر سره معادل دي.

ترکمنستان له اقتصادي بحران سره ځکه مخامخ دی چې د انرژۍ په معاملو کې د پاتې راتلو په خاطر دولتي عواید کم شوي او د اومه ګازو بیې هم چې د دې هېواد اصلي صادرات دي، په نړۍ کې ډېرې رالوېدلې دي.