د افغانستان دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې طالبانو او د داعش سخت دریځو ته د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د دفاع وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه عملیات د ننګرهار، غزني، کندهار، غور او هلمند په ګډون په ۱۲ ولایتونو کې د توپچي او هوایي ځواکونو په ملاتړ ترسره شوي چې په نتیجه کې یې د طالبانو د یوه سیمهییز قوماندان او د داعش د ۲۲ سخت دریځو په ګډون ۱۱۶ وسلهوال وژل شوي، ۱۹ تنهیې ټپیان شوي او ۱۴ نور ژوندي نیول شوي دي.
دفاع وزارت دغه عملیات وروسته تر هغې کوي چې په تېرو څو ورځو کې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو او داعش په حملو کې د ملکیانو په ګډون سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.