"سي. ای. اې" په افغانستان کې خپل پټ عملیات پراخوي

د امریکا د استخباراتو اداره "سي. ای. اې" په افغانستان کې خپل پټ عملیات پراخوي چې په دې هېواد کې زیات وسله‎وال طالبان ووژني.

دا خبر نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوو لوړپوړو امریکایي چارواکو له قوله چې نومونه‌یې نه‎دي ښودل شوي، د یکشنبې په ورځ ورکړی دی.

د خبرله مخې "سي. ای. اې" به د تجربه کاره مأمورینو کوچني ټیمونه او قراردادیان افغانستان ته استوي چې د افغان ځواکونو په خوا کې سخت دریځي تعقیب کړي.

دغه نوې هڅې چې د تنظیم چارې به‌یې د "سي. ای. اې" د ځانګړو عملیاتو د برخې ملېشه افسران کوي، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د کوچنیو ډلو له لوري به مخ ته وړل کېږي.

"سي. ای. اې" په افغانستان کې د خپل رول د پراخېدو په اړه د دغه راپور په باب له څرګندونو ډډه کړې، خو که هغه عملي شي، دا به په دې هېواد کې د دې ادارې په هڅو کې بدلون وي.

له دې مخکې "سي. ای. اې" په افغانستان کې خپل فعالیتونه د القاعده شبکې په له‎منځه وړلو او د افغانستان د استخباراتو له ادارې سره په همکارۍ متمرکز کړي و.