د کندهار سوداګر: پاکستان د ماليې په لوړولو سره ستونزې راپیدا کړي

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤلین وايي چې د پاکستان له لوري په ناحقه د ماليې لوړولو د دې ولایت د تازه مېوو سوداګرو ته ستونزې پیدا کړې دي.

د دې خونې رئيس نصرالله زهير وايي، پاکستان په دې وروستیو کې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف په افغان سوداګرو مالیه لوړه کړې چې سوداګر یې له ګڼو ستونزو او تاوانونو سره مخ کړي.

د نوموړي په خبره، تر دې مخکې پاکستان د یو ټن انګور ماليه ۸۰۰۰ او د انارو ۶۰۰۰ کلدارې ټاکلې وه، خو اوس‌يې د انګور د يو ټن ماليه ۲۸۵۰۰ او د انارو ۱۵۰۰۰ کلدارو پورې لوړه کړې ده.‌

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د پاکستان د دغه اقدام په ځواب کې د احتجاج په ډول پاکستان ته د افغانستان د تازه مېوو او سبو صادرات بند کړي دي.