امانیار: سږ کال به د پستې او جلغوزیو حاصلات ډېر شي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال ښايي د تېر کال په نسبت د پستې او جلغوزیو په حاصلاتو کې ډېروالی راشي.

د دې وزارت د ځنګلونو د برخې رئیس امان‌الله امانیار ازادي راډیو ته وویل، د نورو کلونو په پرتله د جلغوزیو او پستې ځنګلونو ته د خلکو توجه ډېره شوې، نو د دوی لومړنۍ موندنې ښيي چې ښايي په روان کال کې د پستې او جلغوزیو حاصلات زیات شي.

د ښاغلي امانیار د معلوماتو له مخې تېر کال ۲۷۹۴۶ مټریک ټنه پسته او ۱۵۲۷۴ مټریک ټنه جلغوزې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راټول شوي وو او سږ کال دوی تمه لري چې دغه ارقام لا لوړ شي.