ایټالیا کې لمباردي او ونتو سیمو د خودمختارۍ په ګټه رأیې ورکړې

د ونتو سیمه

د ایټالیا د شمال دوو شتمنو سیمو لمباردي او ونتو پرون په یوه خوله له مرکزي حکومت څخه د نورې کورواکۍ یا خودمختارۍ په ګټه رأیې ورکړې.

د دې نظرپوښتنې چې اجرائیه ضمانت نه‌لري، لومړني نتایج پرون اعلان شول.

دا نظرپوښتنه غوښتنه کوي چې دا دوه سیمې چې د ایټالیا د ټول اقتصاد له درېیو یوه برخه جوړوي، له روم څخه تر پخوا زیاته مالیه ترلاسه کړي او د کډوالو د کنټرول، تعلیم، امنیت او چاپېریال په برخو کې یې صلاحیتونه زیات شي.

د لمباردي مشر روبرتو ماروني او د ونتو مشر لوکا زایا ویلي دي چې دوی به لومړی له خپلو سیمه‌ییزو شوراګانو سره کېني او پر خپله ستراتېژۍ به خبرې وکړي او بیا به په روم کې له صدراعظم پائولو جنتیلوني «Paolo Gentiloni» سره وګوري.