امریکايي چارواکي امنیت شورا کې د ځینو مفتشانو په اړه رأیه اخلي

امریکايي چارواکي وايي، په امنیت شورا کې به د هغو مفتشانو د کار د دوام په اړه رأیې واخیستل شي چې په سوریه کې د کیمیاوي ګاز د کارولو د عاملانو د معلومولو هڅه کوي.

متحده ایالاتو د یوه پرېکړه‌لیک مسوده پر غړو وېشلې ده چې د ګډ تحقیقاتي مېکانیزم په نوم په دې مأموریت کې د ملګرو ملتونو او د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د ادارې د استازو په ګډون د مفتشانو د مأموریت د غځولو غوښتنه په‌کې شوې.

ګومان کېږي چې دا پرېکړه‌لیک به د روسیې له‌خوا ویټو شي ځکه روسیې ویلي دي چې غواړي په دې اړه له هرې پرېکړې مخکې په دې اړه د هغه راپور جزئیات وویني چې د راروانې پنجشنبې په ورځ به خپور شي.

د دې ډلې اوسنی مأموریت د نوامبر میاشتې په نیمايي کې پای ته رسېږي.

متحده ایالات او متحدان‌یې وايي، په اپرېل میاشت کې د سوریې په خان شیخون سیمه کې د کیمیاوي وسلو حمله د سوریې حکومتي ځواکونو کړې وه، خو روسیه او سوریه وايي چې دا حمله د حکومت د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا شوې وه.