د جاپان د پارلماني انتخاباتو غیر رسمي نتایج ښيي چې د صدراعظم شینزو ابه حاکم ائتلاف د پام وړ بریا ترلاسه کړې ده.
د جاپان «NHK» چینل د لومړنیو نتایجو له مخې چې نن سهار خپاره شول خبر ورکوي چې حاکم ائتلاف د ولسي جرګې ۳۱۲ څوکۍ ګټلې دي.
د جاپان د پارلمان ولسي جرګه ۴۶۵ څوکۍ لري او د حکومت د جوړولو لپاره له درېیو دوه برخې څوکۍ په کار دي، خو د راپورونو له مخې د ابه د ګوند رأیې تر دې هم زیاتې دي.
د دې رأیو بشپړ نتایج نن وروسته اعلانېږي.
که دا بریا یقیني شي نو شینزو ابه به یوه بله درې کلنه دوره هم پر خپل مقام پاتې شي.